الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ
هغه چه وسوسی اچوی په سینو د انسانانوکښی -
دا دریم وصف دی (سوال) دا صفت خو د اول په شان دی نوولی ئی دوباره ذکرکړو؟ (جواب) دادی چه اول صرف وسوسه اچول دی اوپه دی کښی ذکرد محل وسوسی دی چه صدورالناس دی - (سوال) وسوسی خوپه زړه کښی راځی لکه نورو روایاتونو نه معلومه ده او مشهوره هم ده نو دلته ئی دسینی ذکرولی اوکړو؟ (جواب) سینه د زړه دپاره درشل ده نو زړه محل دی د ذکرد اللّه تعالٰی خاص دی په ذکراللّه پوری نو شیطان له دا طاقت نه ورکوی چه زړه دننه ورداخل شی نودی د سینی په واسطی سره زړه ته القاء کوی (فِي صُدُورِ النَّاسِ) کښی دوه احتمالونه دی اول داچه ظاهری معنیٰ مراد ده او مراد دادی چه شیطان جنی او انسی کوشش کوی چه وسوسه دده د انسان زړه ته اورسیږی - دوهم احتمال دادی چه دا ذکر د محل دی او مراد ترینه حال دی یعنی عقیده او ایمانیات نومراد دادی چه شیطان جنی او انسی د عقیدی په باره کښی اول او ډیری وسوسی اچوی کفراو شرک ته انسان را کاږی ځکه چه عقیده ئی خرابه شی نو ټول اعمال په هغی سره باطل گرځی نو دا جمله (الذی یوسوس) روستو د الوسواس نه تخصیص بعد التمیم دی -