مِنْ شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ
د شر د وسوسو اچوؤنکو نه چه پټیدونکی دی -
په دی کښی ذکر دمستعاذ منه دی اود هغه ئی دری اوصاف ذکرکړی دی اول (الْوَسْوَاسِ) وسوسه په عرف کښی پټه القاء ده په نفس کښی دشر یاپه پټ اواز سره چه صرف موسوس (هغه څوک چه وسوسه ورته کیدی شی) ئی آوری یا بغیر دآواز نه که دنفس د طرف نه وی یا د جنی د طرف یا دانسی دطرف نه وی اورهرکله چه پټه القاء د خیروی نو هغی ته الهام وئیلی شی - دوهم وصف (الْخَنَّاسِ) د خنس نه ماخوذ دی په شا باندی تلل او پټیدل دی روستو دښکاره کیدلو نه او په روایت د ابن عباس رضی اللّه عنهما کښی دی چه شیطان گوډی لگولی دی په زړه د ابن آدم نوهرکله چه دا زړه غافل شی نو دی ورته وسوسی اچوی اوهرکله چه ذکرکوی اللّه تعالٰی لره نودی روستو شی اوپټ شی - اوپه دی وصف کښی لطیفه اشاره ده چه شیطان په اصل کښی کمزوری دشمن دی ځکه چه د ذکرد اللّه تعالٰی مقابله نشی کولی -