إِلَهِ النَّاسِ
حق دار د بندگئ د انسانانو -
(إِلَهِ) په معنیٰ مشهور سره دی حقدار د بندگئ ته وئیلی شی او اطلاق ئی په هغه ذات کیږی چه مخلوق ورته حاجتونه پیش کوی -
فائده: ددی دری صفتونو د تخصیص دپاره ډیر وجوه دی اوله وجه داده چه په دی صفتونو کښی ترتیب واقعی دی هغه دادی چه اول عقیده د ربوبیت ضروری ده نوپه هغی کښی اشاره ده چه د ټولو انعاماتو خالق او مالک او ورکوؤنکی اللّه تعالٰی دی بیا که څوک وهم اوکړی چه هغه انعامات راکړی دی نو ټول ځمونږ دپاره مباح دی لکه فرق اباحیه او نظریه اشتراکیت والا دا عقیده لری یا څوک اووائی چه تحلیل تحریم په دی انعاماتو کښی د اقتدار والو اختیار دی څوک وائی چه د امامانو او علماؤ اختیاردی څوک وائی چه د پیرانو اختیا ر دی نوددی وهمونو جواب ئی اوکړو په مَلِكِ النَّاسِ سره یعنی هغه بادشاه د حل او حرمت د هغه دی څه ئی حلال کړی دی او څه ئی حرام کړی دی بیا که څوک وهم اوکړی چه په مونږ دهغه تحریم او تحلیل او اطاعت په څه سبب سره واجب دی نو جواب اوشو چه إِلَهِ النَّاسِ، یعنی حق دار د عبدیت دی نو په مونږ باندی د هغه عبدیت فرض دی -
فائده: په دی کښی معلومه شوه چه توحید د ربوبیت مستلزم دی توحید د طاعة لره او هغه دواړه مستلزم دی توحید د الوهیت لره اولوئ مقصد توحید د الوهیت دی ددی وجی نه په کلمه د توحید کښی لفظ اِلٰه ئی ذکرکړی دی (لااِله الَّا اللّه) او توحید د الوهیت متضمن دی ټولو انواعو د توحید لره - ددی وجی نه قرآن کښی آخری ئی دا صفت ذکرکړو -