مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ
دپیریانو او د انسانانونه -
دا بیان دی د الذی یوسوس دپاره - یعنی وسوسه اچوؤنکی دوه قسمه دی یو قسم د جناتو نه دی اوبل قسم د انسانانو نه دی او ددی تائید په انعام (۱۱۲) کښی دی بیا وسوسه د شیطان انسی په واسطه د غوږونو سره ده چه په دغی واسطی سره وسوسه زړه ته رسوی او وسوسه د شیطان جنی په ډیرو طریقو سره وی کله په بدن د انسان کښی داخل شی سینی ته اورسی اوکله په شکل دانسان سره جوړ شی اودهغه غوږ کښی وسوسه اچوی لکه چه حدیث کښی راغلی دی چه شیطانان د ملائکونه د بعضی خبرو غوږ سارنه اوکړی اوبیائی په غوږونو د کاهنانو (ترویتیانو) کښی اچوی او ورسره نور سل دروغ جوړکړی -