وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ
او د شر د حسد کوؤنکی نه کله چه حسد ښکاره کړی -
دا هم خاص مستعاذمنه دی او ددی مناسبت د سحر سره په څو وجوهو سره دی اوله داچه دواړه (سحراوحسد) مشترک دی په دی خبره کښی چه د شیاطین الجن او انس نه صادریږی - دوهم داچه دا دواړه مرضونه سحرا وحسد په یهودیانو کښی ډیروو - دریم داچه حسد اثر د خبث دخبث د نفس دی او سحر حاصلیږی په مدد د ارواح خبیثه شیطانیه سره (حَاسِدٍ) حسد بعض د نعمت د اللّه تعالٰی دی په محسود باندی او تمنا دزوال د نعمت ده دغیر نه - او حسد گناه کبیره دی او حدیث کښی وارد دی چه یأکل الحسد الحسنات کما تأکل النار الحطب (حسد نیکولره داسی خوری لکه چه اور اوچ خشال لره خوری) او حسد اول گناه دی چه په آسمان کښی ابلیس د آدم علیه السلام سره کړی وؤ او اول گناه دی په ځمکه کښی چه قابیل د خپل ورور هابیل سره کړی وؤ (إِذَا حَسَدَ) دا قید ئی ددی وجی نه اولگوؤ چه کله د انسان په زړه کښی حسد بی اختیاره وی لیکن پټ ئی ساتی او محسود ته هیڅ ضرر رسول نه غواړی نو ددی گناه نیشته اوهرکله چه په لاسونو او ژبی سره هغه ته ضرر رسوی اوپه سترگو سره هغه نظره کوی نودا شر د حسد دی او ددی په وجه سره اهلِ قرآن ته لوی رکاوټ پیدا کیږی او هغه لره د مقصد نه اړوی -