اَلْفَلَق ۴

وَمِنْ شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ

او دشر دپوکو کوؤنکو نه په غوټو کښی -

دا هم خاص مستعاذمنه دی اودا شر دجادو د منترو او دکوډو تعویذونو کولو دی او ددی ظلمت اثرپه عقل او په دماغوباندی پریوځی نوددی هم د فلق سره زیاته مقابله او تضاد دی (النَّفَّاثَاتِ) نفث پوکی کول سره د لږو لاړو توکلو نه - دم کوؤنکی د خیر یاشر او جادو کوؤنکی په وخت د پوکی کولو کښی ضرور نفث کوی (فِي الْعُقَدِ) جمع د عقدة ده غوټی د تار او د مزی او دکپړی ته وئیلی کیږی د جادوگر عادت داوی چه دسحر کلمات وائی اوتارله غوټه ورکوی اوپه هغی باندی نفث کوی او هغی ته بندونه هم وئیلی کیږی ددی تشبیه د وجی نه هربند غاړی ته اچول مکروهه دی ځکه چه د بندونو جوړولو اگر چه رقیه صحیحه وی خو دلیل شرعی ئی نیشته دی - او دلفظ دشرنه معلومه شوه چه دسحردپاره تاثیرشته دی په اذن د اللّه تعالٰی سره اگرچه دا کار دگمراهئ‌ دی لکه چه سورة بقرة (۱۰۲) کښی تیرشوی دی اودارنگ واقعه د ساحرانو دفرعون هم دلالت کوی لکه په سورة اعراف (۱۱۶) کښی ذکردی او دا مسلک داهل حق دی - اوددی شر تخصیص ئی په دی وجی سره اوکړو چه ساحر په سحرکولو سره دچاژبه بنده کړی د چا نظر بند کړی دچا عقل باندی تاثیراوکړی نو مجنون شی نوقرآن والولره ددی شرنه حفاظت او تعوذ ډیر ضروری دی -
فائده: په صحیح بخاری کښی د هشام بن عروة عن ابیه عن عائشه رضی اللّه عنها نه تفصیلی روایت ذکردی حاصل ئی دادی چه لبید بن الاعصم چه سړی وؤ د بن زریق نه یهودی یا منافق وؤ دخپلو لونړو په ملگرتیاسره ئی په نبی ﷺ باندی جادو کړی وؤ - په نبی ﷺ باندی یو اثر دا شوی وؤ چه خیال به ئی کوؤ چه مافلانی کارکړی دی او هغه به ئی نه وؤ کړی (په باره ددنیوی کارونوکښی) بل دا اثروؤ چه خیال به ئی کوؤ چه ما بیبیانو ته راتلل کړی دی او راتلل به ئی نه وؤ کړی بیا اللّه تعالٰی د ملائکوپه واسطه سره هغه له خبرورکړو او هغه سحرئی د کوهی نه را ویستلو او غوټی دهغی ئی پرانستلی اوبیائی دفن کړو دپاره ددی چه خورنشی - نودهغی په باره کښی دا دوه سورتونه نازل شوی دی (بخاری دا حدیث په خپل کتاب کښی په کتاب الطب او کتاب الادب او کتاب الدعوات او کتاب بدء‌ الخلق او کتاب الجزیة په مختلف عباراتو سره راوړی دی او مطلب ئی یودی) سوال: ددی حدیث نه لازمیږی چه نبی ﷺ مسحور وؤ اوقرآن کریم کښی سورة اسراء (۴۷) او سورة فرقان (۸) کښی فرمائیلی دی چه دا قول د کافرانو دی؟ اول جواب: دادی چه دا قول د کافرانو خوپه مکه کښی وؤ او واقعه دسحر خوپه مدینه کښی شوی ده - دوهم جواب: معنیٰ د مسحور داده چه ده ته سحر خودلی شوی دی یعنی دوی وحی ته سحروئیل - دریم جواب: مسحور هغه څوک دی چه د هغه دپاره سَحر (تریخی) وی یعنی خوراک او څښاک کوی بشروی - څلورم جواب: دادی چه مسحور هغه څوک وی چه سحر ورباندی اثرکړی وی چه قوّة عاقله ئی برباد شوی وی نو مجنون وی او خبری ئی گډی وډی وی اوپه واقعه د سحر د نبی ﷺ کښی صرف په قوّة خیالی د هغه باندی اثر شوی وؤ دهغه په عقل او زړه او عقیده باندی هیڅ اثرنه وؤ شوی دلیل په هغی باندی الفاظ‌ د حدیث د بخاری دی چه يُخَيَّلُ إِلَيْهِ اَنَّهُ فَعَلَ الشَّیء دا جواب قاضی عیاض غوره کړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل