وَمِنْ شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ
او دشر دتیری والا نه هرکله چه تیری را اوغوړوی -
دا مستعاذمنه خاص دی او دا ښکاره ضد دی د فلق ځکه چه فلق کښی معنیٰ د ظهور ده او په غسق کښی معنیٰ دظلمت او د پټ والی ده اوپه غاسق کښی ډیر اقوال دی لیکن مشهور دادی چه غسق ډک والی ته وائی نو غاسق شپی ته وئیلی کیږی چه د تیری نه ډکه شی (إِذَا وَقَبَ) وقوب داخلیدل په يوڅیز کښی او غائب کیدل دی نو وقوب د شپی دادی چه تیاره ددی په هرڅیزکښی داخله شی نومراد ددی نه د شپی دی یا اول ماښام دی او وجه د تعوذ د شر دتیری نه داده چه په شپه کښی زهریلی ځناور د خپلو سوړونه او غارونو نه را اوځی اوشریان بدمعاشان د خپلو کورنو نه را بهر شی او غلاکوؤنکی د غلا کوشش کوی اوپه حدیث سره ثابت ده چه هرکله نمر غائب شی نوپیریان را خواره شی نوتاسو خپل بچی دځان سره یوځای کړئ اوڅاروی هم را جمع کړئ تردی پوری چه اوله حصه د ماسخوتن تیره شی - اوهرکله چه دا عوارض اهلِ قرآن ته پیش شی نوهغه دمقصد نه محرومه شی ددی وجی ددی نه تعوذ غوښتل ضروری دی -