مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ
د شر د هغه څیزنه چه پیدا کړی دی هغه -
په دی کښی ذکرد عام مستعاذمنه دی او شر په اصل کښی عاقبت سیئه دی یا هرهغه څیز چه عاقبت د دهغی ناکاره وی نو دلته هم د شرنه مراد هرهغه څیزدی چه قرآن والا لره او داعی د توحید لره دهغه د مقصد نه اړوی (مَا خَلَقَ) مراد د ماخلق نه عام دی که نفوس او ذوات وی، اوصاف وی او که اخلاق وی، اعمال وی او که احوال وی - او دهغه څیزونو ذکر په دعاگانو د استعاذه کښی په کثرت سره موجود دی -