اَلْفَلَق ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ

ته اوایه پناهی غواړم په رب د ښکاره کولو سره -

سورة الفلق

دیته سره د روستو سورة نه المعوذتین او المقشقشتین هم وئیلی شی -
ربط: د دی سورة د ماقبل سره په دوه وجوهو سره دی اوله وجه داده چه هرکله قرآن کریم آخرته رسیدونکی دی اوپه دی کښی پوره هدایت دی خصوصاً توحید دی او دهغی دشمنان ډیردی چه د توحید اوقرآن نشراواشاعت نه غواړی اودارنگ ددی دپاره رکاوټونه دی چه هغه مانع گرځی دقرآن نه نوپه دی دواړو سورتونو کښی دهغی د حفاظت دپاره طریقه ذکرکړی ده - دوهمه وجه داده چه په سورة اخلاص کښی شان د اللّه تعالٰی ذکرشو نوپه دی سورتونو کښی اشاره کوی چه دغه ذات الٰهی د هرشر او تکلیف نه د پناهی ورکولو دپاره کافی دی بل هیڅ څوک دهرمصیبت نه پناهی نشی ورکولی -

دعویٰ ددی سورة:

امردی په تعوذ سره د شرور نه عموماً او خصوصاً‌ -

خلاصه ددی سورة داده:

چه اول امرد په تعوذ سره د مستعاذ به ذکرکولو نه په (۱) کښی بیا ذکر د مستعاذمنه دی په طریقه د عموم سره په (۲) کښی بیا ذکر ددری خاص اقسامو د شردی په دری آیاتونو کښی -

تفسیر

(قُلْ) په لفظ د قُلْ کښی اول خطاب دی نبی ﷺ ته او امت خو تابع دی نو اشاره شوه چه نبی ﷺ هم په حفاظت او تعوذ کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی (أَعُوذُ) دا لفظ‌ صریح دی په استعاذه کښی د لفظ د استعیذ نه ځکه چه په استعیذ کښی اخبار دی په طلب کولو سره چه سین د باب استفعال په هغی باندی دلالت کوی اوپه لفظ‌ د اعوذ کښی خو عمل کول دی په امرد استعاذی باندی (بِرَبِّ الْفَلَقِ) الْفَلَقِ په اصل کښی سیری کول، شلول او راویستل او ښکاره کولو ته وئیلی کیږی لکه چینی د غرونو نه را ویستل او بارانونه د وریځو او بوټی د ځمکی نه او بچی د ارحامو دمیندو نه او رنړا د صبا د تیرو دشپی نه او تیغونه د دانو او هډوکو نه په دی معنیٰ سره فلق ټولو موجوداتو ته شامل دی ددی وجی نه ابن جریر د ابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت راوړی دی چه فلق خَلق ته وئیلی کیږی او قرآن کریم کښی ئی په دوه څیزونو باندی اطلاق کړی شوی دی یو په تیغونو چه د دانو او هډوکو نه را اوباسی سورة انعام (۹۵) کښی او دوهم په رنړا د صبا چه د تیرو د شپی نه ئی را اوباسی لکه په سورة انعام (۹۶) کښی - نو معنیٰ د رب الفلق داده رب د را ویستلو او ښکاره کولو او ښکاره کولو د څیزونو او رب د رنړا د صبا او رب د تیغونو او بوټو او د ونو راټوکولو، او تفصیل د مسئلی د تعویذونو په تفسیرکښی لیکلی شوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل