اَلْاِخْلَاص ۴

وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ

او نیشته ده لره هم صفت هیڅ څوک -

(كُفُوًا) دا لفظ عام دی مشابه، مساوی، مماثل، مجانس، معادل، نظیردا د ټولو په معنیٰ باندی راځی ددی وجی نه دا لفظ ئی ذکرکړو دپاره ددی چه ددی ټولو نفی اوکړی شی یعنی په جنس، نوع او فصل اوپه هیڅ صفت او صورة و شکل کښی کفاء‌ ة نیشته (أَحَدٌ) اهل لغتو وئیلی دی چه احد لفظ په ذوی الروح او ذوی العقولو کښی استعمالیږی یعنی هیڅ نبی او ولی او ملک او جنی او بشر د اللّه تعالٰی دپاره کفو نشی کیدی نو بتان او غیرذوی الروح خوپه اولٰی طریقی سره کفو نشی کیدی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل