اَلْاِخْلَاص ۳

لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ

نه دی ولد والا دی او نه دی پیدا کړی شوی دی -

په دی کښی توحید د صفات سلبیه ذکرکوی یعنی ټولو عیبونو نه پاک دی ځکه چه هغه عیبونه چه د الوهیت سره منافی دی یو حاجت دوهم تبعیض او تجزی ده دریم تشبیه او تمثیل دی نوپه دی راتلونکو جملو کښی ددی ټولو نفی ده او په دی آیت کښی تردید دی د هغه مشرکانو چه اللّه تعالٰی لره د لونړو یا د ځامنو عقیده لری که کتابیان دی او که غیر کتابیان دی - اورد دی په هغه چاچه وائی چه دا صحیح ده چه اللّه تعالٰی ټول حاجتونه پوره کوؤنکی دی او بی حاجته دی لیکن دهغی نائبان شته او د هغه د صفتونو مظهر شته دی هغوی ته ئی د بعضی کارونو حاجت روائی سپارلی ده نو مونږ ځکه هغوی ته خپل بعضی حاجتونه پیش کوؤ نو ددغسی خلقوپه جواب کښی اوئیلی شو چه (لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ) (سوال) هیڅوک د اللّه تعالٰی د مولودیت قائل نیشته ځمونږپه علم کښی نو ددی نفی کول څه فائده ده؟ اول جواب: کیدی شی چه په عالم کښی داسی عقیده چه د چا وی چه اللّه تعالٰی مولود دی د وجی د قیاس کولو نه په خپلو معبودانو باندی چه هغه مولود یا مجعول او مصنوع دی (اگرچه ځمونږپه علم کښی نه وی) نوددی قیاس ترددید کول ضروری دی - دوهم جواب په باب د اثبات د توحید کښی دټولو احتمالاتو شرکیو نفی ضروری ده برابره خبره ده که څوک دهغه قائل وی او که نه وی - دریم جواب لکه څنگه چه ولد په دوه قسمه سره نفی شو حقیقی او حکمی نو دارنگ والد هم دوه قسمه دی حقیقی هغه منتفی دی او حکمی هغه هم منتفی دی مراد د والد حکمی نه هغه څوک دی چه هغه زورآور دی په اللّه تعالٰی باندی او اللّه تعالٰی هغه ته محتاج وی لکه چه د مشرکانو عقیده دشفاعت قهریه (بلا اذن) دی عقیدی لره مستلزم ده او په دی معنیٰ سره نفی د ولی ئی په سورة اسراء (۱۱۱) کښی کړی ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل