اَلْاِخْلَاص ۲

اللَّهُ الصَّمَدُ

اللّه تعالٰی بی حاجته دی -

په دی کښی اثبات د توحید د صفات ثبوتیه د اللّه تعالٰی دی اوتردید دی د هغه چاچه عقیده لری چه اللّه تعالٰی خو خالق دهرڅیزدی لیکن ټول حاجتونه نشی پوره کولی یا په دی صفت د خلق کښی معاون او ملگری ته محتاج دی نو ددی وهم ازاله ئی اوکړه په دی جمله سره چه (اللَّهُ الصَّمَدُ) او په معنیٰ د الصّمد کښی د مفسرینو ډیراقوال دی اول ابن الانباری وئیلی دی چه خلاف نیشته چه صمد هغه سیّد ته وئیلی شی چه د هغه نه اوچت بل څوک نه وی اوټول هغه ته په خپلو حاجتونو کښی او سوالونو کښی قصد کوی - دوهم قول د ابوهریرة رضی اللّه عنه نه روایت دی چه هغه مستغنی دی هرچا نه او هغه ته هرڅیز محتاج دی - ابن کثیر دطبرانی نه نقل کړی دی چه دا اقوال ټول صحیح دی ا ود رب العالمین دی اودا ټول اقوال دوه صفتونو ته راجع دی یو داچه غنی مطلق دی یعنی بی حاجته دی او دوهم داچه هرڅیزپه خپلو حاجتونو کښی هغه ته قصد کوی او قصد عام دی که قصد طبعی وی او که اختیاری وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل