اَلنَّاس ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ

ته اُوایه پناهی غواړم په رب د انسانانو -

سورة الناس

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په څلورو وجوهو سره دی اول دا چه په هغه سورة کښی د سحر او حسد نه استعاذه ذکرشوه نو په دی سورة کښی استعاذه د منشاء د هغی دواړو نه ذکرکوی چه وسواس دی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی فلق (په معنیٰ دخلق) ذکرشو نو په دی سورة کښی اشرف د خلقو ذکرکوی چه الناس دی یعنی تخصیص بعد التعمیم دی - دریمه وجه داده چه په هغه سورة کښی د اللّه تعالٰی یو صفت ذکردی اوپه دی سورة کښی دهغه دری صفتونه ذکردی - څلورمه وجه داده چه په هغه سورة کښی تعوذ وؤ د شر دمصائبو خارجیونه اوپه دی سورة کښی تعوذ دی د شر د مصائبو داخلیونه -

دعویٰ د سورة:

امردی په تعوذ سره د شر د وسواس نه -

خلاصه د سورة:

امردی په تعوذ بالرب سره او دری صفتونه د اللّه تعالٰی ذکردی - رب، ملک، اِلٰه او دری اوصاف د مستعاذمنه ذکردی - وسواس، خناس، یوسوس فی صدورالناس -

تفسیر

(بِرَبِّ النَّاسِ) خالق ئی نه دی وئیلی ځکه چه صفت درب د استعاذه سره مناسبت لری چه استعاذه کښی معنیٰ د حفاظت ده او حفاظت سره تربیت مناسبت لری - او (رَبِّ) د تربیت نه ماخوذ دی او مراد دتربیت نه دادی چه دا انسان ئی پیدا کړی دی او د هغه د پالنی څیزونه اللّه تعالٰی پیدا کړی دی او پيدا کوی، او باران وروی بوټی را اوباسی دانی میوی پخه وی اوبه ئی پیدا کړی دی اورئی پیدا کړی دی انسان ته ئی د خوراک او دهضم اسباب ورکړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل