اَلنَصْر ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ

کله چه راغی مدد د اللّه تعالٰی او گټه -

سورة النصر

او دیته سورة التودیع او سورة اذاجاء هم وئیلی کیږی -
ربط: ددی سورة دمخکښی سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په مخکښی سورة کښی امرد برائت د مشرکینو نه ذکرشو نوپه دی سورة کښی دغه برائت کوؤنکو ته بشارت ذکرکوی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی حکم وؤ په طریقه د نفی سره اوپه دی سورة کښی حکم دی په صیغه د امر بالتَّسبیح والحمد والاستغفار سره -

دعویٰ د سورة:

بشارت دنیویه دی او دوه نومونه د اللّه تعالٰی په کښی ذکردی (اللّه، رب) او دعویٰ د توحید په (۳) کښی ده -

خلاصه د سورة:

چه اول بشارت په نصرت او فتح سره دی په (۱) کښی بیا بشارت دی په ډیروالی د ملگروسره په (۲) کښی بیا امردی په تسبیح سره د حمد نه او په استغفارسره په طور د شکرد نعمتونو په (۳) کښی -

تفسیر

په دی آیت کښی بشارت دی په دوه څیزونو سره (نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ) په دواړو کښی فرق دادی چه (نصر) نه مراد اسباب تیارول دی چه مکان وی او ملگری وی او اسلحه وی اونورضروری سامان وی دژوند د تیرولو اودجهاد کولو دپاره، او (فتح) غلبه ده په دشمن باندی او ددعوت او جهاد دپاره بندی دروازی کولاویدل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل