اَلنَصْر ۲

وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا

او وینی ته خلقو لره چه داخلیږی په دین د اللّه تعالٰی کښی ډلی ډلی -

په دی کښی دریم بشارت ذکردی یعنی په اول وخت کښی خلق په اسلام کښی لږلږ داخلیدل لیکن روستود نصرت او فتح نه به ډلی ډلی داخلیږی او دفتح مکه نه روستو هم دغه شان اوشول -
فائده: جواب د اِذَا پټ دی یعنی فَذَاک اَجَلُکَ او دا بنادی په حدیث د ابن عباس رضی اللّه عنهما چه امام بخاری روایت کړی دی چه نورو صحابو نه عمر رضی اللّه عنه ددی سورة‌ په باره کښی تپوس اوکړو نوبعضو اوئیل چه په دی کښی مونږته امرد تسبیح او استغفار روستو دنصرت او فتح نه ده او بعضی چپ شول او ابن عباس رضی اللّه عنهما جواب ورکړو چه په دی سورة کښی اخبارد اجل د رسول اللّٰه ﷺ دی نوعمررضی اللّه عنه اوئیل چه ځما په علم کښی هم دا خبره وه - اوپه دی وجی سره دی سورة ته سورة التودیع وئیلی شوی دی یعنی رخصت کیدل د رسول اللّٰه ﷺ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل