اَلْکَافِرُوْن ۶

لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ

ستاسو دپاره ستاسو دین دی او ځما دپاره ځما دین دی -

دا نتیجه د ماقبل ده لکه چه تقسیم اوکړی شی دیو څیز‌په مینځ ددوه کسانوکښی اوبیا اوئیلی شی چه دا ستا حصه شوه او دا ځما حصه ده (سوال) طریقی دمشرکانو ته ئی ولی دین اوئیلو؟ (جواب) داپه اعتبار د زعم او عقیدی د هغوی سره یا دین په معنیٰ د جزاء د اعمالو سره دی -
فائده: حاصل ددی قول دادی چه تمیز ددواړه ډلو (مؤمنان او مشرکان) اول په اعتبار دمعبود سره دی چه معبود د مؤحدینو صرف اللّه تعالٰی دی او معبود دمشرکانو غیراللّه دی اودوهم په اعتبار د کیفیت او طریقی دعبادت سره دی یعنی طریقه د عبادت د مؤحدینو شرعی ده بنا ده په وحی باندی او طریقه د عبادت مشرکانو بنا ده په اتباع او هویٰ او ظن او اتباع الأباء باندی او دا قول دټولو نه غوره دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل