اَلْکَوْثَر ۳

إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ

یقیناً‌ دشمن ستا خاص هغه دی بی خیره (لنډی) -

دا نتیجه ده دپاره د ماقبل یعنی د کوثر (دعمل او دعوت) په وجه اوپه اخلاص د عبادت بدنیه او مالیه په سبب ستا دشمن به ابترشی (شَانِئَكَ) شنأن بُعض او کینی ته وئیلی شی او نوم د هغه ئی نه دی ذکرکړی دی دپاره چه داحکم هرهغه چاته شامل شی چه دا صفت په کښی موجود وی - اومراد ددی نه بغض کوؤنکی د نبی ﷺ دذات سره با بغض کوؤنکی د هغه د هدایت سره دی چه قرآن اوسنت دی بلکه دهغه د ذات سره په اصل کښی هیچ چا بعض نه دی کړی لیکن دهغه ددین سره ئی بعض کړی دی (هُوَ الْأَبْتَرُ) په دی کښی اشاره ده چه ابتریت خاص دی په بغض کوؤنکی د حق پوری او نبی ﷺ او اهل قرآن ابتر نه دی ځکه ددوی تابعدار او ددوی شاگردان ترقرب دقیامت پوری به جاری وی او ددوی ذکرخیربه کوی (الْأَبْتَرُ) بتر په لغت کښی پری کولو ته وئیلی شی ابترپه انسانانو کښی لاولد (چه ځوی ئی نه وی) ته وائی اوپه څارؤو کښی بی لکئ‌ ته وائی اوپه نورکارونو کښی بی خیره ته وائی لیکن په الف لام سره معرفه راوړلو کښی اشاره ده کمال بتردی اودا سزا ده دهرهغه چاچه بعض کوی د هغی سره چه رسول اللّٰه ﷺ راوړی دی لکه څوک چه په آیاتونو دصفاتو کښی تاویلونه کوی او دارنگ کوم سلفی چه قرآن او احادیثو سره استدلال کوی نو دی ترینه نفرت کوی اودارنگ صوفیا چه غناگانی اوری او رقص کوی او قرآن آوریدلو ته نه ټینگیږی اودا رنگ څوکه چه خبری د خلقو او نورو علمونو لره په قرآن او حدیث باندی غوره والی او فوقیت ورکوی (نودا ټول په ابترکښی داخل دی) -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل