بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ
ته اُوایه ای کافرانو -
او دیته سورة مقشقشه (براء ة کوؤنکی د شرک نه) او سورة العبادة او اوسورة اخلاص هم وئیلی کیږی -
ربط: ددی سورة دماقبل سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده په هغه سورة کښی د شأنی (دشمن) حال ئی ذکرکړو نو دلته دهغی نه براء ة ذکرکوی - دوهمه وجه داده چه هلته په فصلّ لربّک وانحر سره توحید ذکرشو نوپه دی سورة کښی براء ة د شرک نه ذکرکوی دپاره د تکمیل د توحید - دریمه وجه داده چه هلته ئی ددشمن ابتریت ذکر کړو نو دلته ددشمنئ د اظهار طریقه ذکرکوی -
اظهار ددی براء ة دټولو کافرانو نه -
امرپه اظهار دبراء ة او د جدائی د کافرانو نه په اعتبار د معبود اوپه اعتبار د معبود او په اعتبار دطریقی د عبادت سره او اظهار د جدائی د دینونو -
(قُلْ) په دی امر کښی دلیل دی چه دا برائت فریضه ده د نبی ﷺ او دهغه د تابعدارانو (يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ) په اسم فاعل سره ئی ذکرکړی دی اشاره ده چه برائت همیشه د هغه چا سره دی چه همیشه کافروی - او الْكَافِرُونَ، عام دی ټولو اقسامو د کافرانو ته - یهودیان، نصاریٰ، مجوس، مشرکان، منکرین د خاتم النبین، منکرین دقیامت، منکرین د اتباع رسول ﷺ منکرین دقرآن وغیره -