اَلْکَوْثَر ۲

فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ

نو مونځ کوه خاص خپل رب لره او قربانی کوه -

دا اداب دی دپاره د اهلِ قرآن (فَصَلِّ) په دی کښی صلوٰة خمسة او صلوٰة عید او صلوٰة مزدلفه او ټول صلوات نفلیه داخل دی (لِرَبِّكَ) په دی کښی تعریض دی په مشرکانوباندی چه هغوی صلوٰة کوی یا اجزاء‌ د صلوٰة (قیام، رکوع، سجده) کوی دپاره د معبودانو باطلو یعنی بتان، قبرونه، نمر او سپوږمئ وغیره نو ته دهغوی خلاف کوه (وَانْحَرْ) نحر داوښانو، که په منیٰ کښی وی اوکه په نورو اوقاتو او مکانونو کښی وی اوپه دی کښی هم دعطف د وجی نه لِرَبِّكَ مراد دی دپاره د رد په مشرکینو باندی چه هغوی هم نحر او ذبح او نذر د غیراللّه دپاره کوی او ذکرد نحر د اوښانو دی او مراد ددی نه ټول عبادات مالیه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل