بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ
یقیناً در کړی دی مونږ تاته ډیر دفائدی څیز -
اوددی بل نوم سورة النحر دی -
ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی سورة کښی په کومو اوصافو باندی زجروؤ نوپه دی سورة کښی دهغی په ضد اوصافو باندی امر ورکوی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی مکذب بالدین ذکرشو او هغه دشمن د نبی ﷺ دی نوپه دی سورة کښی دهغه د ابتر کولو دپاره امور ذکرکوی -
دری امور دپاره د مغلوبیت د دشمن دی او د اللّه تعالٰی یو نوم (رب) او یوصفت فعلیه ذکرشوی دی -
اولاً نعمت د کوثر ذکر دی چه هغه قرآن دی په دنیا کښی او دهغی په سبب سره د حوض کوثر نه څښکل حاصلیږی په آخرت کښی (اوپه دی کښی ضمناً امردی په بیانولو دقرآن سره) بیا دوه آداب دی دپاره ددعوت کوؤنکی اوپه هغی کښی رد دشرک په عبادت بدنیه ا ومالیه کښی ذکردی او بیا نتیجه ددی ذکرکوی په مغلوبیت د دشمن سره چه دا بل نعمت دی -
فائده: ددی نه تر الناس پوری خطابات دی اهل قرآن ته او هغوی ته اداب ذکرکوی -
په دی کښی په ظاهرکښی ذکر دنعمت دی په نبی ﷺ باندی او ضمناً حکم دی په دعوت الی القرآن باندی یعنی ان اعطیناک الکوثر فبینه لِلنَّاسِ (نوبیان کړه دا خلقو ته) نو حاصل دادی چه په دنیا کښی کوثر قرآن او نبوت دی اوپه آخرت کښی کوثر حوض یا نهردی چاچه په دنیا کښی دقرآن نه خیر او هدایت حاصل کړو نوپه آخرت کښی دهغه کوثرنه به سیرابی حاصلوی قاضی عیاض رحمه اللّه فرمائیلی دی چه احادیث د حوض صحیح دی او ایمان په دی باندی فرض دی او دا په نیز داهل السنة والجماعة په ظاهرباندی حمل دی تاویل په کښی نشی کیدلی -