وَيَمْنَعُونَ الْمَاعُونَ
او منع کوی د فائدی څیز لره -
دا دلیل دی ددوی په ریاء کارئ باندی یعنی هرکله چه دوی ماعون منع کوی نو صدقه د اللّه تعالٰی په نوم باندی څنگه اوکړی بلکه د ریاء دپاره صدقه کوی او دا بل صفت قبیحه دی او ددی حاصل دادی چه دا انسان بی مروت او حرصناک دی (الْمَاعُونَ) قرطبی ددی دولس معانی ذکرکړی دی لیکن دا لفظ هغه ټولو ته شامل دی ځکه چه ماعون د معن نه دی لږ څیز ته وئیلی شی یا د عون نه دی اسبابو د مدد ته وئیلی شی - نوپه دی کښی اور، اوبه، تبر، مالگه، بوقه، گیلاس د اوبو څښکلو دپاره، مطلق نیکی کول، زکوٰةو دعوت د حق، بیانول دقرآن دا ټول داخل دی -