اَلْمَاعُوْن ۶

الَّذِينَ هُمْ يُرَاءُونَ

هغه کسان دی چه ځان خودنه کوی (په خپل عملونوسره) -

دا هم سبب دویل دی (يُرَاءُونَ) مراد ددی نه ریاء‌ د مونځ ده چه دخلقو په مخکښی کښی کوی اوچه غائب شی نو نه کوی یاد خلقو په مخ کښی اوږد مونځ کوی اوچه غائب وی نو زر زر کوی یا مراد ددی نه ریاء ده په صدقاتو ورکولوکښی او دا صفت د منافقینو هم دی - او حاصل ددی صفت دا چه دی ریاکار دی - هان د فرضو ادا کول په عذر دریاء‌ سره پریخودل جائز نه دی بلکه د خپل نیت اصلاح دی اوکړی اوفرض دی ادا کړی اودارنگ که یو شخص عمل خالص د اللّه تعالٰی دپاره کوی لیکن چه خلق ورباندی خبرشی نودی په هغی باندی خوشحاله شی نو داریاء‌ نه ده دارنگ حدیث ابن کثیر د ابولیلٰی په روایت سره نقل کړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل