الَّذِينَ هُمْ عَنْ صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ
هغه کسان چه دوی د مونځونو خپلو (دمقصد) نه ناخبره دی -
دا سبب دویل ذکرکوی (سَاهُونَ) غافل دی او دهغی مختلف طریقی دی بالکل پریخودل، د اول وخت روستو کول او د مستحب وخت نه همیشه روستو کول او دهغی د ارکانو او شرطونو نه غافل کیدل اودارنگ دهغی د حقیقت نه غفلت او جهل کول لکه چه ایاک نعبدو ایاک نستعین په قرائت د مونځ کښی لولی اوبهر دمونځ نه غیراللّه بندگی کوی او مدد ترینه غواړی یعنی صرف په ژبه ئی لولی او عمل پری نه کوی - نوحاصل ددی صفت داچه جاهل او بیلمازه دی -