إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاءِ وَالصَّيْفِ
مینه د هغوی د سفر د ژمی سره او د اوړی سره -
دا تخصیص بعد التعمیم دی - امام مالک رحمه اللّه نه نقل دی چه کال په دوه حصو باندی تقسیم دی ژمی او اوړی او ربیع او حریف په کښی عارضی دی هغی ته اعتبار نیشته (رِحْلَةَ الشِّتَاءِ) دوی به په موسم د ژمی (سړزی) کښی یمن ته سفر کوؤ چه هغه گرم وطن وؤ (وَالصَّيْفِ) په موسم د اوړی کښی ئی شام ته سفرکولو چه هغه یخ وطن وؤ اوپه دی سفرونو کښی یو غرض داوؤ چه خلقو به ددوی احترام او اکرام کوؤ ددی وجی نه چه د اللّه تعالٰی دکور مجاورین او لوی نسب والا دی نو ډیری تحفی او نذرانی به ئی ورکولی ا ودوهم غرض تجارت کول وؤ او دریم غرض د گرمئ او د یخنئ نه بچ کیدل وو -