اَلْقُرَیْش ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ

تعجب په کار دی په مینه د قریشو (ددنیا سره) -

سورة قریش

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی تخویف دنیوی وؤ د دشمنانو دبیت اللّه ته نوپه دی سورة کښی دعوت د توحید دی دپاره د اداء‌ شکر مجاورینو د بیت اللّه ته - دوهمه وجه داده چه په مخکښی سورة کښی تخویف دنیوی وؤ نوپه دی سورة کښی زجردی -

دعویٰ د سورة:

زجردی په محبت ددنیا او دعوت دی توحید ته او نوم د اللّه تعالٰی (رب) ذکردی او دوه صفتونه فعلیه ذکردی -

خلاصه د سورة داده:

: اول زجردی په محبت ددنیا سره عموماً‌ په (۱) کښی بیاپه محبت دسفرونو د دنیا دپاره خصوصاً‌ په (۲) کښی بیا دعوت دی توحید فی العبادة ته په (۳) کښی بیا ذکر ددوه نعمتونو دی په طریقه ددلیل دتوحید سره په (۴) کښی -

تفسیر

په دی کښی زجردی قریشو ته په الفت کولو ددنیا سره غوره قول دادی چه لام دتعجب دی یعنی تعجب اوکړئ‌ په مینه کولو دقریشو باندی ددنیا سره او ابن جریر وئیلی دی چه دا قول حق او صحیح دی، او بنا په دی قول سره دا زجردی قریشوته په محبت د مال ددنیا باندی - قریش، دا قبیله اولاد دنضربن کنانه بن خزیمه بن مدرکه بن الیاس بن نضر وؤ نوڅوک چه د نضر داولاد نه نه دی نو هغه قریش نه دی اوپه حدیث د امام بخاری کښی وارد دی چه رسول اللّٰه ﷺ فرمائیلی دی چه یقیناً‌ اللّه تعالٰی غوره کړی وه کنانه د اولاد د اسماعیل علیه السلام نه او غوره کړی ده قریشو لره د اولاد د کنانه نه او غوره کړی ده بنی هاشم د قریش نه او غوره کړی دی مالره د بنی هاشم نه نو معلومه شوه چه قریش نسب ددنیا دټولو نسبونو نه اشرف او افضل دی - (په شرط د ایمان سره)

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل