اَلْقُرَیْش ۳

فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ

نو بندگی دی خاص کړی رب ددی کور لره -

دا دعوت دی توحید فی العبادت اوترک د شرک کولو ته (فَلْيَعْبُدُوا) ظاهری عبادتونه په مشرکین عرب کښی وؤ مونځ، روژه د عاشوری، حج، عمره، طوافونه، په مال کښی د اللّه تعالٰی دنوم حصّه مقررکول، صدقی کول، دیّت، قسامة قصاص او نور امور شرعیه چه په دی باندی دقرآن او حدیث نصوص او تاریخ د عرب شاهد دی لیکن ایمان او توحید په کښی نه وؤ نومراد د عبادت نه دلته توحید دی (رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ) لفظ د رب کښی اشاره ده چه په دوی کښی توحید د ربوبیت (خالق او مدبرگنړل) وؤ - او اضافت ئی بیت ته خاص اوکړو یوددی وجی نه چه نعمت ته (چه سورة فیل کښی ذکرشو) اشاره ده چه دا کور اللّه تعالٰی بچ ساتلی دی ستاسو د اصنامو (بتانو) په کښی هیڅ دخل نیشته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل