الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ
هغه چه جمع کوی مال او شماری هغه -
په دی کښی دریم وصف دی او دا په شان د علت دی د ماقبل یعنی د وجی دمحبت دمال نه همز او لمز کوی (وَعَدَّدَهُ) یعنی د محبت د وجی نه ئی هروخت شماری ددی دپاره چه کم نشی یا د عُدَّه نه ماخوذ دی یعنی د حوادثو دپاره ئی تیار کیږدی او هغه مال دفع کوؤنکی د مصائبو او د حوادثو گنړی -