يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُ أَخْلَدَهُ
گمان کوی چه یقیناً مال دده به همیشه اوساتی ده لره -
دا څلورم صفت دی په اوپه دی کښی دوه توجیه دی یوښکاره ده یعنی د مال په محبت کښی دومره مشغول دی گویا چه خیال کوی چه زه په دنیا کښی همیشه یم او آخرت نه یادوی - دوهمه توجیه اشاره ده چه خلود د نعمتونو (یعنی جنت) خوپه ایمان او عمل صالح سره حاصلیږی او د دوی خیال دادی چه په مالدارئ سره به جنت حاصل کړی، نسفی په تفسیر دمدارک کښی او شربینی په سراج المنیرکښی د اتوجیه ذکرکړی ده -