اَلْهُمَزَة ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
وَيْلٌ لِكُلِّ هُمَزَةٍ لُمَزَةٍ

تباهی ده هریو پشی شا بد ویونکی مخامخ طعنونه کوؤنکی لره -

سورة الهمزة

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی څلور صفتونه د فائزونو (غیرخاسرین) ذکرشول نوپه دی سورة کښی څلور صفتونه د خاسرینو ذکرکوی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی زجر وؤ په خسران سره اوپه دی سورة کښی تخویف اخروی دی خسران والو دپاره -

دعویٰ د سورة:

زجردی په اوصاف قبیحه باندی سره د تخویف اخروی نه اوپه دی سورة کښی نوم د اللّه تعالٰی یو کرت ذکردی -

خلاصه د سورة:

اول زجر دی او څلور اوصاف قبیحه ذکرکوی په (۳،۲،۱) کښی بیا تخویف اخروی دی په شپږ طریقو سره -
فائده: په دی سورة کښی اشاره ده چه دقران دشمن هغه دنیا پرست دی چه دا څلور اخلاق په کښی موجود وی -

تفسیر

(لِكُلِّ) دا لفظ دلیل دی چه دا آیت عام دی هرهغه چاته چه دا صفتونه په کښی موجود وی (هُمَزَةٍ لُمَزَةٍ) هُمَزَةٍ هغه کس دی چه پشی شا په چا باندی عیبونه وائی په طریقه د غیبت او بهتان سره او لُمَزَةٍ هغه دی چه مخامخ عیبونه او طعنونه کوی - او مراد ددی نه هغه څوک دی چه مخالفت دقرآن او توحید والوپه دواړه طریقو سره کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل