إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ
مگر هغه کسان چه ایمان ئی رواړی دی او عملونه ئی کړی دی د سنت برابر اوپخه وینا ئی کړی ده یوبل ته د حق اوپخه وینا ئی کړی ده یو بل ته د صبر کولو -
په دی استثناء سره معلومه شوه چه ددی څلور خصلتونو نه څوک محروم وی نو هغه په کامل خسران کښی دی او څوک چه ایمان والا وی لیکن د باقی خصلتونونه کلاً یا بعضاً خالی وی نوهغه هم په نوعه د خسران کښی دی اودا خصلتونه د کامل مؤمن دی ځکه چه صلاحیت د انسان په دوه طریقوسره دی اول کمال د خپل د نفس او دوهم تکمیل د نورو انسانانو، اود خپل نفس کمال په دوه څیزونو سره دی اول عقیده چه هغه ته علمی قوت وئیلی شی او دوهم عمل صالح چه هغه ته علمی قوت وئیلی شی - ایمان نه مراد هغه شرعی ایمان دی چه په قرآن کښی په تفصیل سره ذکرشوی دی او عمل صالح هغه دی چه په موافقت دسنت د نبی ﷺ سره وی یعنی چه عمل دهر قسم بدعت او فسق نه پاک وی - او تکمیل دغیرهم په دوه څیزونو سره دی اول دعوت او تعلیم او تزکیه چه هغی ته اشاره ده په (وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ) سره دلته مراد د حق نه قرآن او طاعة د اللّه تعالٰی او د رسول اللّٰه ﷺ او تزهید فی الدنیا او ترغیب الی الاخرة دی او دوهم څیز تلقین دصبردی چه هغی ته اشاره ده په (وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ) سره -