إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ
چه یقیناً انسان خامخا په تاوان کښی دی -
دا جواب قسم دی (الْإِنْسَانَ) مراد ددی نه ټول انسانان دی په قرینه د استثناء سره او مرجع ئی مشرکانو او کافرانو او فساقو فجاروته ده چه دوی په خسران کښی دی - او خسران نقصان او هلاکت او تاوان ته وئیلی کیږی -
فائده: قرآن کریم هغه آیاتونه چه اولوستلی شی چه په هغی کښی ماده د خسران استعمال شوی ده نودهغی نه به ښه واضحه شی چه اسباب دخسران څه دی هغه د سورة بقره په تفسیر د مشکلاتو کښی مونږ ذکرکړی دی -