اَلْعَصْر ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
وَالْعَصْرِ

قسم دی په زمانه -

سورة العصر

ربط: ددی سورة د ماقبل سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی زجروؤ په تکاثر اوپه غفلت باندی نوپه دی سورة کی زجردی په نتیجه دهغی چه خسران دی - دوهمه وجه دا چه په هغه سورة کښی سوال ذکرکړی شو نوپه دی سورة کښی د سوال نه روستو دوه قسمه انسانان ذکرکوی (خاسرین او فائزین) -

دعویٰ د سورة:

ذکر دهغه امورو دی چه فرق پيدا کوی په مینځ د خاسرینو او فائزینو کښی -

خلاصه د سورة:

قسم په طور شاهد، رجرپه خسران، او څلور امور دپاره د نجات ذکرکوی چه دوه دهغی نه کمال فی نفسه دپاره دی یو قوت علمیه (عقیده) دوهم قوت عملیه - او دوه دهغی نه تکمیل دغیردپاره دی یو دعوت او تعلیم د حق، دوهم ثبات او دوام په هغی باندی -
فائده: دا مام شافعی رحمه اللّه نه روایت دی که چیری خلقو فکر اوکړو په دی سورة کښی نودا به دوی لره پوره وی -

تفسیر

دا قَسم دی او مقصد په کښی شهادت دی په اثبات د خسران د انسانانو باندی - اوپه دی کښی دوه قولونه مشهور دی اول داچه مراد ددی نه زمانه ده چه په هغی کښی مختلف حالات او واقعات د انبیاء‌ علیهم السلام اود قومونو دهغوی او عذابونه په منکرینو او نجات د مؤمنانو وا قع شوی دی نو ذکر دظرف او مراد ترینه مظروف دی - دوهم قول دادی چه مراد ددینه وخت د مازیگر دی چه دورځ آخری وخت دی او دغه وخت د تاجرانو او د مزدورانو د گټی او تاوان وخت وی اوپه حدیث صحیح کښی هم دیته اشاره ده چه هغه څوک چه مونځ د مازیگر دهغی نه پاتی شو نو گویا چه اهل اومال ئی تاوانی شو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل