ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ
بیا خامخا تپوس به او کړی شی ستاسو نه په دغه ورځ په باره د نعمتونو کښی -
دا هم تخویف اخروی کښی داخل دی او ظاهر داده چه دا خطاب هم عام دی (النَّعِيمِ) دا هم عام دی ځکه چه نعیم جمع د نعمت ده په دی کښی داخل دی امن او صحت او فراغ، غوږونه او سترگی، او عقل او خوراکونه اود څښکلو څیزونه، یخی اوبه، سوری، کورونه او د مجاهد نه روایت دی چه هر لذت ددنیا په کښی داخل دی -