إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أُولَئِكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّةِ
یقیناً هغه کسان چه کفرئی کړی دی د کتاب والو نه او مشرکان په اور د جهنم کښی به وی همیشه به وی په هغی کښی دغه کسان دوی بدتردی د مخلوق نه -
په دی کښی تخویف اخروی دی منکرینو دپاره (شَرُّ الْبَرِيَّةِ) د برء نه دی په معنیٰ دپیدا کولو سره نو بریة ټول مخلوق دی ملائک او جن په کښی هم داخل دی یا د بَرئ نه دی (بغیر دهمزه) نه خاوروته وئیلی شی نوبریه صرف انسانانو ته وئیلی کیږی ځکه چه دوی د خاورو نه پیدا دی لیکن اول قول غوره دی په قرینه دسورة انفال (۵۵،۲۲) سره -