اَلْبَیِّنَة ۵

وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ وَذَلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ

او نه دی حکم کړی شوی دوی ته مگر دپاره ددی چه بندگی دی کوی د اللّه تعالٰی خالص کوؤنکی هغه لره بندگی کلک په توحید باندی او پابندی دی کوی د مونځ او ورکوی دی زکوٰة او دا دین دی د کلکو خلقو -

په دی کښی تاکید د زجر سابق دی یعنی دوی ددین اتفاقی اجماعی نه (چه دین قیّم دی) تفرق کړی دی (وَمَا أُمِرُوا) مراد ددی نه امر کول دی په کتابونو مخکنو یعنی دا دین دټولو کتب الٰهیو دین دی او د ټولو انبیاء علیهم السلام دین دی یا مراد دادی چه دوی ته په دی قرآن کښی امر ددی څیزونو شوی دی اوحال داچه ددوی په کتابونو کښی هم هغه څیزونه وؤ نو ولی انکار کوی (مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ) دین په معنیٰ دعبادت سره دی، اخلاص کول د عمل دی د اللّه تعالٰی دپاره بغیر دریاء اوسمعت او نورو اعراضو دنیویو نه او محل ددی قلب (زړه) دی نودا مراد دی دنیت شرعیه سره نوددی نه علماؤ استدلال کړی دی چه په هر عبادت کښی نیت شرط دی لکه چه په صحیح حدیث کښی راغلی دی انماالاعمال بالنیات (حُنَفَاءَ) شرینی وئیلی دی چه حنیف هغه دی چه پنځه ملتونو د اصولو نه برئ وی - یهودیت، نصرانیت، صابئیت، مجوسیت، او دشرک ټول اقسام او هرکله چه ذالک اشاره ده دری واړوته نو اهل علمو ددی نه استدلال کړی دی چه اعمال داخل دی په ایمان کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل