اَلْبَیِّنَة ۴

وَمَا تَفَرَّقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَةُ

او نه دی ډلی ډلی شوی هغه کسان چه ورکړی شوی دی ورته کتاب (کتابیان) مگر روستو ددی نه چه راغی دوی ته دلیل ښکاره -

دا زجردی په تفرق او په اختلاف سره روستو د اقامة د حجت نه، او د أُوتُوا الْكِتَابَ، تخصیص ئی د دی وجی نه اوکړو چه منشأ د خلاف خو اهل علم وی او عوام خلق دهغوی مقلدین وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل