إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ
یقیناً هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوعملونه ئی کړی دی د سنت برابردغه کسان دوی ډیرغوره دی د مخلوق نه -
په دی کښی بشارت اخرویه دی مؤمنانو دپاره (وَرَضُوا عَنْهُ) په دی کښی اشاره چه ددوی ټولی تمناگانی به پوره کیږی ددی وجی نه به رضا وی، یاپه ثواب د اللّه تعالٰی سره به رضا وی (ذَلِكَ لِمَنْ خَشِيَ رَبَّهُ) ددی جملی په راوړلو کښی یو فائده داده چه ابتداء دآیت په باره دصحابه کرامو کښی نازل شوی وؤ نوپه دی جمله کښی ئی د روستو امت ذکراوکړو بله فائده داده چه دایمان او عمل صالح سره ئی خشیت شرط کړی دی ځکه چه خشیت کښی امتثال دټولو اوامرو او اجتناب د ټولو منهیاتو نه داخل دی موافق داستطاعت سره -