اَلتِّیْن ۴

لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ

یقیناً‌ پيدا کړی دی مونږ انسان په ډیره ښائسته اندازه کښی (چه فطرت دتوحید دی) -

دا جواب قسم دی (الْإِنْسَانَ) ددی نه مراد هرانسان دی (فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ) تقویم په معنیٰ دقوام سره دی جوړخ مراد دی او جوړخ ظاهری دبدن او جوړخ باطنی روحانی دواړه احسن دی جوړخ باطنی دادی چه هر انسان په فطرة د توحید پیدا کړی شوی دی لکه په سورة روم (۳۰) کښی ذکر دی او حدیث صحیح کښی وارد دی چه كُلّ موْلودٍ يُولدُ على الفِطرَة - (یعنی هربچی پیدا کیدلی شی په توحید باندی) او جوړخ بدنی دادی چه سیدها قدوالا لاس اوخپی ئی جدا جدا دی - په لاسونو باندی خوراک کوی ښائسته صورت ئی دی -
فائده: مناسبت په مینځ د قسمونو او جواب قسم کښی دادی په اعتبار د اول توجیه سره (چه تین زیتون طور او مکه مراد شی) چه په دغه څیزونو کښی څه رنگ بی شماری فائدی اللّه تعالٰی پیدا کړی دی او د اللّه تعالٰی دقدرت نمونی دی لیکن روستو خلق دوه قسمه دی څوک ددی نه فائدی اخلی او د اللّه تعالٰی دقدرت نمونی ئی گنړی اوڅوک ئی ضائع او عبث گنړی نودارنگ اللّه تعالٰی انسان لره د توحید په عقیده کښی پيدا کړی دی لکن څوک په دی توحید باندی باقی پاتی شی او څوک ترینه واوړی یهودیت، نصرانیت، مجوسیت وغیره ته او دارنگ دا انسان د اللّه تعالٰی د قدرتونو دپاره یو عظیمه نمونه ده لکه حکماؤ وئیلی دی چه انسان عالم صغیردی - اوپه اعتبار ددوهمی توجیه سره (چه ددی نه پنځه انبیاء مراد شی) یعنی نوح علیه السلام عیسیٰ علیه السلام موسیٰ علیه السلام ابراهیم علیه السلام او محمد ﷺ چه دتوحید د مسئلی دپاره ئی په دغه مکاناتو کښی څومره تکالیف تیرکړی دی اود توحید دعوت ئی کړی دی، دا شهادت دی په دی باندی چه انسان په اصل کښی په توحید باندی پیدا دی لیکن د نورو عوارضو د وجی نه بعضی انسانان توحید پریږدی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل