اَلتِّیْن ۵

ثُمَّ رَدَدْنَاهُ أَسْفَلَ سَافِلِينَ

بیا ورگرځولی دی مونږه دی کوز د کوزو نه -

هرکله چه د الْإِنْسَانَ نه مراد ټول (جنس) انسانان وؤ نو اوس په هغوی کښی تقسیم کوی یوقسم هغه دی چه هغوی توحید پریخودلو اوپه کفر او شرک کښی اخته شول (دین فطری ئی بدل کړو) نوپه دی آیت کښی هغوی لره تخویف دی (أَسْفَلَ سَافِلِينَ) په دی کښی د مفسرینو دوه قولونه دی اول داچه مراد ددی نه ارزل عمردی چه روستو دعلم او عقل نه بیا واپس جاهل او ناپوهه شی - دوهم قول دادی چه مراد ددی نه اور دجهنم دی اودا قول غوره دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل