وَهَذَا الْبَلَدِ الْأَمِينِ
او (قسم دی) په دی ښار امن والا باندی -
دا څلورم قسم دی او مراد ددی نه مکه مکرمه ده چه په هغی کښی ابراهیم علیه السلام کعبه جوړه کړله او دعاء ئی غوختلی ده د هغی د امن دپاره اوپه هغه ښارکښی خاتم النبین ﷺ ته وحی شروع شوی ده نو دلته مراد نفس ښار د مکی مکرمی دی یا ابراهیم علیه السلام یا محمد ﷺ مراد دی په طریقه د ذکرد مکان او مراد ترینه مکین -