اَلتِّیْن ۲

وَطُورِ سِينِينَ

او په طور تک شین (یا رنړاوالا) باندی -

دا دریم قسم دی (طُورِ) هر هغه غرته وئیلی شی چه شین وی، او نوم دی د هغه غر چه د موسیٰ علیه السلام مهبط د وحی وؤ او (سِينِينَ) هم هغه غرته وئیلی شی چه په هغی کښی میوه داری اونی وی یا سینین نوم د هغه مکان دی چه په هغی کښی طور (غر) موجود دی - دلته هم مراد هغه غردی چه موسیٰ علیه السلام ته په هغی کښی وحی شروع شوی وه او میقاتونه ئی دهغی په خوا کښی کیدل ځکه چه هغه غر دډیری منافعو نه ډک دی یا موسیٰ علیه السلام مراد دی په طریقه د ذکر دمکان او مراد ترینه مکین -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل