اَلتِّیْن ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ

قسم دی په اینځر اوپه خونه باندی -

سورة التین

او بل نوم ئی والتین دی -
ربط: ددی سورة دماقبل سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی سورة کښی تیزی ورکول وؤ په دعوت باندی نوپه دی سورة کښی مقصد د دعوت ذکرکوی چه هغه توحید دی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی شان د نبی ﷺ ذکروؤ اوپه دی سورة کښی شان د عامو انسانانو ذکردی -

دعویٰ د سورة:

اثبات دتوحید دی چه په دی باندی انسان فطرةً پیدا شوی دی په (۸،۴) کښی او اثبات دورځ د جزا تفریعاً ذکرکوی په (۷) کښی - او یو اسم د اللّه تعالٰی او دوه صفات فعلیه په کښی ذکر دی -

خلاصه د سورة داده:

چه اول ئی څلور شواهد ذکرکړی دی بیا دعویٰ دسورة ده تر (۴) پوری بیا تقسیم د انسان دوه قسمونو ته یولره تخویف په (۵) کښی اوبل لره بشارت دی په (۶) کښی اوبیا اثبات د قیامت په طور د تفریع سره په ماقبل باندی په (۷) کښی بیا تصریح ده په دعویٰ د توحید باندی په (۸) کښی -

تفسیر

(وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ) دا دوه قسمونه په طریقه د شهادت دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل