وَوَجَدَكَ ضَالًّا فَهَدَى
او اومندلی ئی ته ناخبره نوپوهه ئی کړی -
دا بل نعمت دی (ضَالًّا) ضال ناخبره د تفصیلاتو د ایمان او شرائعو نه لکه په سورة شوریٰ (۵۲) کښی -
فائده: مفسر خازن وئیلی دی حاصل ئی دادی چه هغه قول د بعضی خلقو ته التفات نشی کیدی چه د ضال معنیٰ داده چه گمراه وو دخپل قوم په دین باندی ځکه چه ځمونږ نبی ﷺ او ټول انبیاء علیهم السلام پیدا شوی دی او لوی شوی دی په توحید اوپه ایمان باندی مخکښی دنبوت نه او معصوم دی مخکښی د نبوت نه او دجهل نه په صفاتو د اللّه تعالٰی باندی او د توحید باندی -