اَلضُحٰی ۸

وَوَجَدَكَ عَائِلًا فَأَغْنَى

او اومندلی ئی ته محتاج نو بی پرواه ئی کړی -

دا دریم نعمت دی (عَائِلًا) ډیر عیال والا دی او مراد ترینه محتاج دی او احتیاج حقیقی او معنوی دواړو ته شامل دی یعنی فقیر او بی ماله نو مستغنی ئی کړی په سبب د نکاح د خدیجه رضی اللّه عنها سره او بیا روستو دنبوت نه په غنیمتونو سره او معنوی احتیاج دادی چه محتاج وی علم ته او دلیلونو ته نو مستغنی ئی کړی په سبب د وحی سره او دارنگ استغناء‌ د زړه (قناعت اوصبر) ئی درکړه -
فائده: دا دری منازل د نبوت د نبی ﷺ نه وړاندی ددی دپاره ورکړل شول چه د نبوت ذمه وارئ ادا کولو ته تیارشی او دا دری د هرداعی حق دپاره په کار دی یوځای د تربیت دوهم علم د وحی دریم استغناء د نفس -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل