أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيمًا فَآوَى
آیا ته نه ئی موندلی یتیم نوځائی ئی درکړو -
په دی کښی نعمتونه په نبی باندی قبل النبوة ذکرکوی د تاکید د تسلی دپاره یعنی اللّه تعالٰی په تاباندی قبل د نبوت نه داسی نعمتونه کړی دی چه د نبوت دپاره ئی تیارکړی ئی نو دا دلیل دی چه تا هسی نه پریږدی اونه درسره دشمنی کوی (يَتِيمًا) یتیم هغه څوک دی چه پلار ئی وفات وی اوبالغ نه وی او د رسول ﷺ پلار دهغه د پیدائش نه وړاندی وفات شوی وؤ په اکثرو روایاتو سره اوبعضو وئیلی دی چه دهغه د ولادت نه روستو وفات شوی وؤ (فَآوَى) اول تربیت ئی نیکه (عبدالمطلب) اوکړو بیا پوره تربیت او حفاظت ئی تره ابوطالب اوکړو اگرچه ایمان ئی ورباندی راونړو بیا د حفاظت دپاره صحابه کرام پیدا شول اوبیا مدینی والا (اوس او خزرج) پیدا شول داټول په فَاٰوٰی کښی داخل دی -