اَلضُحٰی ۵

وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَى

او خامخا زرده چه دربه کړی تاته رب ستا نو خوشحاله به شی -

دا دریم جواب قسم او تسلی ده (يُعْطِيكَ رَبُّكَ) مراد ترینه اعطاء د نعمتونو ده په آخرت کښی چه په هغی کښی مقام شفاعت هم داخل دی چه دهغی په سبب به ټول امتیان (اجابت والا) جنت ته داخل شی نو نبی ﷺ به پوره رضا شی یا مراد ددی نه اعطاء‌ د نعمتونو ده په دنیا کښی فتح، نصر، دډیرو خلقو په اسلام کښی داخلیدل او وعدی د خزانو د کسریٰ او قیصر او غلبه ددین اسلام په ټولو دینونو باندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل