وَفِرْعَوْنَ ذِي الْأَوْتَادِ
او فرعون میخونو والا -
دا دریمه نمونه ده یعنی فرعونیان چه تکبرئی کوؤ په قوت د بادشاهئ باندی (ذِي الْأَوْتَادِ) دا کنایه ده دډیر فوج پولیس او لښکرنه چه په هغی سره ئی حکومت خپل کلک کړی وؤ یا مراد داچه ده به چاله غټه سزا ورکوله نولاسونو او خپوباندی به ئی ورله میخونه ټک وهل لکه چه آسیه رضی اللّه عنها سره ئی داسی کړی وؤ -