وَثَمُودَ الَّذِينَ جَابُوا الصَّخْرَ بِالْوَادِ
او ثمودیان هغه چه جوړولی ئی (په تراش کولوسره) گټی په لمنو د غرونو کښی -
دا دوهمه نمونه ده (الَّذِينَ جَابُوا الصَّخْرَ) په دی کښی ددوی صنعت کارئ ته اشاره ده یعنی دوی به گټی تراش کولی او دهغی نه ئی آبادئ او مختلف شکلونه او نقشونه جوړول (بِالْوَادِ) مراد ترینه خاص وادی القریٰ ده یا عام مراد دی یعنی لمنی د غرونو چه په هغی کښی دوی اوسیدل -