الَّذِينَ طَغَوْا فِي الْبِلَادِ
هغه کسان چه سرکشی ئی کړی ده په ښارونو کښی -
په دی کښی ددغه مکذبینو مرضونه ذکرشوی دی، طغیان او فساد نو اول سبب دی ددوهم دپاره (طَغَوْا) طغیان تجاوز دی د حد شرعی نه په عقیده او په عمل کښی (الْفَسَادَ) قتل، کفر، او ټولو معاصی ته شامل دی شربینی وئیلی دی چه چا عمل اوکړو په غیرد ما امراللّه نه او حکم کوؤ په بندگانو کښی په ظلم کولو سره نو هغه مفسد دی اودا مرضونه د عام منکرینو بندگانو دی -