اَلْاَعْلٰٰی ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى

پاکی وایه د نوم د رب ستا چه پورته دی -

سورة الاعلٰی

او ددی بل نوم سورة سبّح دی -
ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په مخکښی سورة کښی امروؤ په امهال سره نوپه دی سورة کښی امر دی په تسبیح او تذکیر دقرآن سره په وخت مهلت کښی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی تخویف ذکرشو نو په دی سورة کښی طریقه د نجات ذکرده دعذاب نه -

دعویٰ د سورة:

اثبات د توحید (۱) کښی او ترغیب الی القرآن (۹) کښی او زجرپه محبت ددنیا (۱۴) کښی - اوپه دی کښی رد د شرک فی التصرف او رد دشرک فی العلم دی او اسماء حسنیٰ ئی دری اوصفات فعلیه ئی لس ذکرکړی دی -

خلاصه د سورة:

اول امر دی په تسبیح (توحید) سره په اسماء او صفاتو د اللّه تعالٰی سره چه نهه دی تر (۷) پوری او دوه بشارتونه دی په دعوت د توحید سره په (۸،۶) کښی - بیا دوهمه دعویٰ ده یعنی تزهید فی الدنیا په طریقه د زجر سره په (۱۷،۱۶) کښی او اختتام دسورة په نقلی دلیل سره په (۱۹،۱۸) کښی -

تفسیر

(سَبِّحِ) معنیٰ داچه پاک گنړه په (عقیده) کښی اوپاکی وایه په ژبه باندی اوپاکی بیانوه په دعوت او تبلیغ سره دهرقسم شریک او ولد او غیب او احتیاج او عجزنه او هرهغه څیز نه چه لائق نه دی دهغه سره په ذات کښی او په آسماؤ او صفاتو او کارونو دهغه او حکمونو دهغه کښی او داتوحیدی دی (الْأَعْلَى) دا وصف دلیل دی په تسبیح باندی یعنی زیاته علو دهغه تقاضا کوی د پاکوالی د هرقسم نقصان نه، او حدیث د ابوداؤد او احمد کښی راځی چه نبی ﷺ به سبح اسم ربک الاعلٰی اولوستلو ورپس به ئی اوئیل، سبحان ربی الاعلٰی، او نورو موقوف احادیثو کښی هم نقل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل